د کورنۍ یوځای کیدو په اړه

که تاسې ته په بلجیم کې نړیوال محافظت (تثبیت شوی او پیژندل شوی یا د فرعي محافظت دریځ) در کړل شي، نو تاسې حق لرئ چې د خپلې کورنۍ غړي دلته راوړئ ترڅو تاسې سره یوځآی اوسي. د کورنۍ یوځای کیدو دا طرزالعمل، لکه څنګه چې د هیواد، تاسیساتو ته لاسرسي او د بهرنیانو ایستلو په د د د ۱۹۸۰ کال د دسمبر ۱۵ قانون ۱۰مه ماده کې راغلي، د وروسته، د کورنۍ ځانګړي غړو باندې پلي کیږي څوک چې ستاسې خپل هیواد کې شاته پاتې شوي یا کوم بل هیواد کې اوسیږي.

د بلجیم د قانون له مخې د کورنۍ یوازې ځانګړي غړي د یوځای کیدو طرزالعمل یا پروسې لپاره شرایطو برابر دي. که چیرې د کورنۍ دغه غړي حقوقي معیار پوره کړي او اړین اسناد وړاندې کړی شي، د ۱۰مې مادې له مخې د "حق په توګه" د پنځه کټګوریو افراد په بلجیم کې تاسې سره یوځای کیدی شي :

  •  ستاسې خاوند یا میرمن؛
  • ستاسې ماشومان چې عمرونه یې له ۱۸ کلونو څخه کم وي؛
  •  ستاسې معیوب ماشومان چې عمرونه ۱۸ یا له دې ډیر وي؛
  •  که تاسې ملتیا نلرونکی ماشوم اوسئ (عمر مو د ۱۸ کلونو څخه کم وي)، نو ستاسې والدین او د ۱۸ کلونو څخه کم عمر لرونکي وروڼه یا خویندې یا د ۱۸ کلونو یا دې څخه ډیرعمر لرونکي معیوب وروڼه او خویندې تاسې سره یوځای کیدی شي.

آیا د کورنۍ یوځای کیدل ستاسې لپاره یو امکان دی؟

ستاسې کورنۍ نور غړي (ستاسې سالم ماشومان چې عمرونه یې ۱۸ یا له دې ډیر وي او لمسیان، وریرونه/وریرې یا خوریان/خورزې، د ژوند غیر رسمي شریکان اوداسې نور) د کورنۍ یوځای کیدو ترتیباتو لاندې په تلجیم تاسې سره نشي یوځای کیدی. په هرصورت، د پورته ذکر شوي قانون د ۹ او ۱۳ مادو پربنسټ هغوی کولی شي د بشر دوستانه مواردو له مخې په کې د جواز لپاره غوښتنه وکړي.

د کورنۍ یوځای کیدو برخلاف، بشري ویزه حق ندی بلکه د خیر ښیګڼې عمل دی چې د بلجیم چارواکي او ادارې لخوا د کورنۍ غړي لپاره ورکول کیږي چې د ۱۰مې مادې لاندې د کورنۍ په شرایطو برابر یا مستعد غړی مګر غواړي په بلجیم کې تاسې سره یوځای شي. د بلجیم قانون د بشري ویزې ورکولو لپاره کوم ځانګړي شرایط یا اړتیاوې نه تصریح کوي. پدې تړاو، پریکړه د بلجیم د مهاجرت دفتر واک دی، چې د قضیې له مخې ارزونه کوي ترڅو مشخص چې آیا شرایط - کوم چې باید په مناسب ډول اثبات شي - د کورنۍ نوموړي غړي لپاره معیار پوره کوي چې په بلجیم کې شي. په هرصورت، پدې تړاو موږ ستاسې توجه د کورنۍ یوځای کیدو او د بشري ویزې احتمالي اوږدمهاله او پیچلي پروسو ته اړو.

دا ویب پاڼه په بلجیم کې د پیژندل شوي یا تثبیت شوي مهاجرینو یا د فرعي محافظت څخه ګټه اخیستونکو لپاره د کورنۍ یوځای کیدو په اړه یوازې معلومات وړاندې کوي. د بشري ویزې د غوښتنلیک پروسې پیچلتیا ته په کتلو سره، موږ تاسې ته سپارښتنه کو چې د وکیل یا داسې سازمان سره مشوره وکړئ چې کولی شي حقوقي مشوره وړاندې. سور صلیب تاسې سره د بشري ویزې غوښتنلیک کې مرسته نشي کولی.

موږ تاسې لاندې ویب پاڼې ته راجع کوو :