:Restauration des liens familiaux ستاسې د کورنۍ سره مرسته

Rétablissement des liens familiaux (دکورنۍاړیکو بیرته پر ځای کول ( د بلجیم د سور صلیب فلانډرز لخوا وړاندېکیدونکی وړیا خدمت دی. دا یوه بې پلوه اداره ده - لکه د عمومي سورصلیب په څیر - او د سور صلیب او سره میاشت نورو ټولنو او همدا رنګه د جګړې ساحو کې ځانګړي استازو سره همکاري کوي. ټولو غوښتنو سره محرمانه چلندکیږي، او د افرادو شخصي وضعیت اوکلتوري شالید پام کې نیول کیږي. 

د Rétablissement des liens familiaux په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ

د مهاجرینو لپاره محافظتي لارښونې

د خپلوانو د تلیفون شمیرې په یادو یادې کړئ.
د کورنۍ غړو او ملګرو ته ووایی تاسې د مهاجرت کومه لاره د استعمال لپاره پلان کې لرئ.
د کورنۍ غړو سره اړیکه له لاسه ورکولو وروسته د امکان تر حد پورې ژر تر ژره د سور صلیب یا سرې میاشتې پوست د موندلو هڅه وکړئ.
د خپلې کورنۍ د ټولو غړو او د ملګرو د بریښنالیک پتې یادې کړئ.
ډاډ لاسته راوړئ چې تاسې او ستاسې د کورنۍ غړي د ژوند ژغورونکي مناسب جیکټونه استعمال کړي.
که د ماشومانو سره سفر کوئ، د هغوی سره مرسته وکړئ چې ګټور معلومات یاد کړي، لکه د نومونه.
د خپل سفر په اړه او دا چې تاسې چیرته یو وخت او بل وخت د خپلې کورنۍ غړو ته تازه معلومات ورکړئ.
که تاسې ونیول شئ، پولیسو ته ووایی تاسې نه غواړئ د خپلې کورنۍ څخه جلا شئ.